اسلام آ??اد 18نومبر(اے پی پی)د پاكستان كركټ بورډ(پ?? سي بي)چيئرمېن محسن نقوي وئيلي دي كه هند تحفظات لري نو مونږ دې خبر كړي ٬ هغه به لرې كړې شي خو چيمپئنز ټرافي به په پاكستان كښې كېږي۔ميډيا سره په خبرو كښې د پ?? سي بي چي??رمېن محسن نقوي ووئيل مونږ به خپل هدف سر كوو٬ چيمپئنز ټرافي به په پاكستان كښې كېږي٬مونږ آئ?? سي سي ته خط ليكلے ؤ د ځواب يې انتظار دے۔آئ?? سي سي له به خپل وقار له پخپله سوچ كول وي٬آئ?? سي سي د كركټ د نړۍ يوه قوي اداره ده۔ده ووئيل اوس هم د چيمپئنز ټرافۍ په اړه ښه اميد لرم٬لوبې او سياست ځانله ځانله چي??ونه دي٬چا له د سياست ترمينځه دا راوستل نه دي پكار٬زما خيال نه دے چې څوك هم مونږ له ټف ټائم راكولې شي٬د هند نه علاوه ټولې ډلې پاكستان ته راتللو لپاره چمتو دي۔ ده ووئېل كه هند كوم تشويش لري نو مونږ سره دې خبره وكړي مونږ به يې لرې كړو۔د پ?? سي بي چي??رمېن ووئيل تر چيمپئنز ټرافۍ عاقب جاويد ته د هيډ كوچ پ?? توګه د وظيفې ترسره كولو خواست شوے٬عاقب جاويد به په وقتي توګه هيډكوچ و۔٬ ده ووئېل مونږ د هيډ كوچ لپاره خپل پراسيس پېل كوو٬ عاقب جاويد به تر چيمپئنز ټرافۍ وائټ بال كركټ لپاره هيډ كوچ وي
Nguồn bài viết : KM Game Bài 3d